د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۴۱ م پړاو د افغانستان.ا.ا. داور پلاوي په حضور کې ترسره شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۸:۵۳
12

د قرآن کریم د ترتیل، تجوید، حفظ او حسن قرائت په برخو کې نړیوالې سیالۍ، چې هر کال د ایران اسلامي جمهوریت په کوربتوب، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د علماوو او حافظانو په ګډون ترسره کېږي، سږ کال د یادو سیالیو ۴۱م پړاو د اړوندو هېوادونو د جیدو علماءکرامو په حضور کې پلی شو.

په یادو سیالیو کې چې څه موده وړاندې په ایران اسلامي جمهوریت کې ترسره شوې، د افغانستان .ا.ا. داور پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالحفاظونو علمي او تدریسي آمر استاد مبین شاه «رمزي»، په مشرۍ ګډون درلود.

په پای کې د ځانګړي داور پلاوي لخوا د پایلو او ارزونو وروسته، د یادو مهمو سیالیو لومړي، دویم او درېیم مقامونو ګټونکو ته چې ممتاز مقامونه یې ترلاسه کړل، تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS