د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
په دې توګه د ملي تدارکاتو ریاست د ۲۰۵۸۰ ګڼې، ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې، د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۸۶۶ قلمه بېلابېلو پرزهجاتو او رنګ بابو وسايطو برابرولو او پېرلو پروژې قرارداد د محترم صدیق احمدي لمیتډ سوداګريز شرکت ته، چې د کابل ښار په قواى مرکز کې موقعيت لري، د لاندې بیو له مخې ورکړي:
د لږ تر لږه د ۲۳۰،۵۴۸،۲۰۰ افغانیو په مجموعي بیه او د اعظمي مقدار لپاره د ۷،۶۲۱،۸۶۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي٠
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې پته یې محمدجان خان واټ، ده افغانان، کابل، افغانستان کې ده، وړاندې کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
