د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۲۲
546

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د ساینس مرکز ریاست اړوند د کمپیوټرلب لپاره د ۱۷ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د احسان الله حضرت‌زاده سوداګریز شرکت ته چې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې موقعیت لري، د ۳مېلیونه ۸۱۱ زره ۵۰۰ افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS