د لغمان د ښوونکو د روزنې د عالي مؤسسې څخه ۳۸ تنه ښځینه ښوونکې فارغې شوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۱:۴
د لغمان د ښوونکو د روزنې د عالي مؤسسې څخه ۳۸ تنه ښځینه ښوونکې فارغې شوي

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د ښوونکو د روزني د عالي موسسې له خوا د یونیسف په مالي مرسته د ګېټ د برنامې څخه ۳۸ تنه ښځینه ښوونکې د ۱۴ ټولګي څخه فارغې شوی.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، د پوهنې رییس عبدالله حمیدی سربېره د ښوونکو د روزني عالي موسسې رٸيسې اغلې سلسله ساپۍ، د ښځو چارو رٸيسې نسيمه شفيق سادات، د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، ختيځ کې د يونيسف استازي ښاغلي سېف الدين نمبير او د ګيټ پروګرام له لارې فارغ شويو زده کړيالانو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د پوهنې رییس میلمنو ته د ښه راغلاست او فارغه شوي ښوونکو ته د مبارکي تر څنګ دې ولایت کې د پوهنې وضعیت په اړه معلومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د پوهنې رییس د فارغه شويو ښوونکو نه وغوښتل چې د زده کوونکو د روزلو په برخه کې دې کیفیت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

حمیدی د یادو ښځینه ښوونکو فراغت د لغمان ولایت د معارف ریاست لپاره یو ښه زیری وباله او زیاته یي کړه چې په ښځینه ښوونځیو کې به د مسلکي ښوونکو د نشتوالي تشه تر یوه حده ډکه کړي.

همدارنګه په ختيځ کې دیادې اداري مسوول سيف الدين نمبير فارغه شویو ښوونکو ته مبارکې وویل او د لغمان ولایت د پوهنيز نظام د تجهيز د ښوونځيو په زيربنا او تدريسي بهير کې يې د خپل د مرستو د پراخولو ژمنه وکړه .

د غونډې په پاي کې پر فارغو شویو زده کوونکو د پوهنې د مسوولینو له لوري بري لیکونه هم ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې د یونیسف نړیواله اداره د نورو برنامو ترڅنګ د ګېټ برنامه د ښځینه ښوونکو په ظرفیت لوړونه کې موثر او مفید رول لري او د نجونو د تعلیم په وده او پرمختګ باندې یې مثبت سیوری غوړولی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS