د لوګر د ازرې ولسوالۍ ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي ولېږل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۴:۵
د لوګر د ازرې ولسوالۍ ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي ولېږل شول

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو ۴۲ ښوونکو او ۱۱ سوه زده کوونکو ته درسي توکي ولېږل شول.
دغه درسي توکي څه موده مخکې د یونیسف موسسې مرسته کړې وه، چې شاوخوا سل زره افغانۍ ازرښت لري.
په لېږل شویو درسي توکو کې ۴۱ کیټه د زده کوونکو قرطاسیه، ۲۶ کیټه د زده کوونکو بکسې او ۴ کیټه د ښوونکو قرطاسیه شامل دي.
یاد مواد به تر رسېدو وروسته د لومړنیو ټولګیو په ۴۲ ښوونکو او په ۱۱ سوه زده کوونکو د یوې اوونۍ په ترڅکې وویشل شي.
د لوګرد پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې په لېږل شویو درسي مواد کې د کتابونو بیکونه،کتابچې، قلمونه، پنسلونه، پنسل پاکونه، قلم تراشونه، رنګې او یو شمېر نور اړین درسي توکي شامل دي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د یادو درسي موادو په ویشلو سره به د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو د ښوونکو او زده کوونکو د قرطاسیې ستونزه هواره شي.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د مرکز او ټولو ولسوالیو د ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو پر ښوونکو او زده کوونکو د قرطاسیې مرسته ویشل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS