د لوګر د راتلونکي کانکور ازموینې ته د نوم ثبتونې بهیر پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۹:۵۳
د لوګر د راتلونکي کانکور ازموینې ته د نوم ثبتونې بهیر پیل شو

دپوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست له خوا د راتلونکي کانکور ازموېنې د داوطلبانو د نوم ثبتونې او فورمو ویشلو بهیر پیل شو.
یاد بهیر د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې پیل شو، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.
دغه فورمې د اړوندو ښوونځیو له لارې پر زده کوونکو ویشل کیږي، چې د یوې فورمې بیه له لارښود کتابچې سره ۴۰۰ افغانۍ ده.
ټاکل شوې، چې د راتلونکي کانکور ازموینې ته پر ۳۷۵۰ زده کوونکو د کانکور د ګډون فورمې وویشل شي، چې ۴۰۰ یې نجونې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست له ټولو زده کوونکو غوښتنه کوي، چې خپلې فورمې په دقیقه توګه ډکې کړي او تر لاسلیک وروسته د خپل ښوونځي ادارې ته یې تسلیم کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS