د ملک په پنځو ولایتونو کې د زدهکوونکو ترمنځ د ساینسي پروژو نندارتونونه جوړ شول
په کندوز، تخار، میدانوردګ، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې د ولسوالیو او ولایتونو د زدهکوونکو ترمنځ د ساینس، ټکنالوژۍ او د ریاضياتو اړوند علمي پروژو سیالۍ او نندارتونونه جوړ شول.
یادې برنامې د پورته ذکر شويو ولایتونو د سیمهییزو مسوولینو او د پوهنې ریاستونو د چارواکو په حضور کې، د زدهکوونکو د علمي استعدادونو د پېژندنې، علم او پوهې ته د هغوی د هڅونې او په زدهکوونکو کې د نوښت او ابتکار د روحیې پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې.
همدارنګه، د هر نندارتون په پای کې ممتازو زدهکوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او د زدهکوونکو د علمي استعدادونو د ودې په برخه کې د ښوونکو او مسوولینو له همکاریو او هڅو قدرداني وشوه.
