د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت سرپرستې پیغام
په مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه او زده کړه په نړۍ کې د یو اصل په توګه پیژندل شوې او په نړیوال قانون کې یې ځای نیولۍ ، او د دې اصل د پلي کولو لپاره، حکومتونه دنده لري چې د خپلو اتباعو لپاره د زده کړې لازمې اسانتیاوې او مناسب تحصیلي شرایط چمتو کړي.
لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په ۴۳ مه ماده کې د هیواد وګړو ته تعلیم ته د لاسرسي په هکله راغلي: "تعلیم د افغانستان ټولو اتباعو حق دی، کوم چې د حکومت لخوا په عامه تعلیمي ادارو کې د لیسانس تر کچې وړیا چمتو کیږي.
دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازنې زده کړې، د اجباري ثانوي زده کړې چمتو کولو لپاره مؤثرې برنامې طرح او پلي کړي او په هغو سیمو کې چې په مورنۍ ژبې تکلم کیږي د ښوونې او روزنې زمینه چمتو کړي.
له همدې امله د افغانستان د پوهنې وزارت ویاړ لري چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون سره سم خپل تعلیمی نصاب د ټولو ژبو د پیاوړتیا لپاره په ملي ژبو (دری او پښتو) او د هیواد دریمې رسمي ژبې لکه (اوزبیکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي ، نورستاني، گجري، شغناني، او واخاني) تالیف او زده کونکو ته چمتو کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت رهبري په دې باور ده چې هره ژبه د ټولنو د خلکو قانوني ، طبیعي او انساني حق دی او د تفاهم د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي او حکومتونه دنده لري چې ژبې له هر ډول سیاسي تړاو او ذوق څخه لرې وساتي او د دوی د ودې او پیاوړتیا لپاره ، هڅه او ملاتړ وکړي.
د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې په هیواد کې ټولو ژبو ته درناوی لري خپله دنده ګنی چي د هغوی د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره هڅې وکړي
په درناوي
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
