د میدان وردګ ولايت  جغتو  ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
بهره برداری تعمیر یک باب مکتب ابتدائیه در ولایت میدان وردک

پوهنې وزارت ، میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې د مسعود لومړني ښوونځي ته نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لوري جوړه شو”ې، چې ۶ ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۳ غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوي لري چې په جوړیدو سره یې ۳۰۰  زده کوونکو ته د تعليم خوندې چاپیریال برابر شو.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئيس ډاکټر سعید محمد منصور د یادې ودانۍ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه، له زده کوونکو او د سیمې له مشرانو  یی وغوښتل چې د ودانۍ  ساتلو ته جدې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS