د میدان وردګ ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۱
25

د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۳۷۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.

دیاد ورکشاپ پرانیستې په مراسمو کې، د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، دغه ډول پروګرامونه د ښوونکو علمي وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وبلل او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د ورکشاپ ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو اړوندو ښوونځیو کې په مسلکي ډول پلي کړي.

په دې روزنیز ورکشاپ کې به ښوونکي د نویو تدریسي مېتودونو، د ټولګي مدیریت، د زده‌کوونکو ارزونې او شاګردمحوره تدریسي روشونو په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.

ګډون‌والو ښوونکو د همدغه ورکشاپ له ترسره کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې، د روزنې ترلاسه کولو وروسته به دوی په خپلو اړوندو ښوونځیو کې مسلکي تدریس ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۳۵
Background image

بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ د دهګه منځني ښوونځي لپاره د ۶ بابه درسي خونو بنسټ ډبره، د یاد ولایت برقشود کلي د پوهنې مینه والو لخوا په ورکړل شوې ۹.۲۵ جرېبه ځمکه کې د پوهنې چارواکو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د میدان وردګ ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۳۷۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.. . .

BACK TO NEWS