د ننګرهار ولايت دره نور سيمه کې اته ښوونځي په بريښنا سمبال شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۴۴
هشت باب مکتب دره نور به برق وصل شد

پوهنې وزارت، ننګرهار : د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې اته ښوونځي د بریښنا له نعمت څخه برخمن شول.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د یادې ولسوالۍ په شیمل دره کې د بریښنا د دې شبکې د پرانیستې پرمهال وویل: دا شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې له سیمه ییزو سرچینو نه په ګټه اخیستنې سره جوړه شوې، چې ۳۴۰ کیلو واټه بریښنا تولیدوي، او له ښوونیزو بنسټونو سربیره، د سیمې کورونه هم ترې ګټه اخیستلای شي.

د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل: ډیر خوښ یم چې د یادې ولسوالۍ ښوونځيو ته بریښنا ونښلول شوه، چې په دې سره به د یادو ښوونځیو زده کوونکو ته د انټرنټ کارونې آسانتیا هم برابره شي.

همداراز د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د زده کړو پر اهمیت او د زده کړو بهیر کې له انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت خبرې وکړې. او وې ویل: وروسته له دې د یادو ښوونځيو زده‌کوونکي کولی شي د زده کړو په بهیر کې د انټرنټ له آسانتیاو هم ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS