د ننگرهار د ښوونځيو زده کوونکو ته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۹
د ننگرهار د ښوونځيو زده کوونکو ته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پیل شو

دد پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د تودو سیمو ښوونځیو زده کوونکوته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پېل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پوهنې رییس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د یونیسف ادارې نه د مننې په څرګندولو سره وویل: یونیسف اداره په خورا سختو او اړمنو شیبو کې د پوهنې ریاست لاسنیوی کوي او هر چېرته چې د ماشومانو د زده کړو ستونزه مطرح کیږي یونیسف اداره یې مرستې ته چمتو وي.

پوهنې ریس د اړوندو ولسوالیو د پوهنې له آمرینو وغوښتل چې د قرطاسیې او نورو اړینو توکیو په ویش کې شفافیت او توازن ته جدي پاملرنه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني پوښتنه کیږي.

همدارنګه په ختیزو ولایتونوکې د یونیسف ادارې د پروګرامونو مشرې میرمن انیتا حیدري خبرې وکړې او ویې ویل د پوهنې ریاست سره د ښې همغږۍ له امله د دوی د ادارې کارونه په سمه توګه پر مخ روان دي هغي ډاډ ورکړ چې راتلونکې کې به هم د یونیسف ادارې مرستې د دې سیمې ماشومانو ته دوام وکړي.

د یاده ولو وړ ده چې مرسته شوي قرطاسیه او روغتیایي کیټونه به د ننګرهار ولایت د شلو ولسوالیو د تودو سیمو خواوشاه سل زرو زده کوونکو ته له لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې او روغتیایی کیټونه به تر سلو زرو زیاتو نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون نوبتي غونډه د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 په دغه غونډه کې د کمېسیون غړو او د وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت د غونډو تالار ۵۰ سلنه کارونه پرمخ تللي

د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د غونډو تالار او اداري خونې جوړولو چارې، چې تمه کېږي ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت به ولري، روان دي او تر اوسه پورې یې ۵۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام فرمانونه تشرېح او توضېح شول

د غور ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو د آمرینو په ګډون د امربالمعرف او نهی عن المنکر د قانون او د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او لارښوونو په اړه روزنیز پروګرام، د یادې ادارې. . .

BACK TO NEWS