د هلمند ولایت د ۱۵ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲۳
616

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالیو وروستۍ لوبه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري په حضور کې ترسره شوه.
یادې سیالۍ څلوېښت ورځې وړاندې د لښکرګاه ښار د ۱۵ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، چې نن یې وروستۍ لوبه د سازش نمبر ۱ او روش ښوونځیو د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
همدارنګه د یوې په زړه پورې او جذابې لوبې وروسته، د سازش نمبر ۱ ښوونځي د فوټبال لوبډلې وکولی شوى، د روش ښوونځي لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
د یادونې وړ ده چې ګټونکې لوبډلې ته د غوره لوبو ترسره کولو او د اتلولۍ د خپلولو په ویاړ ځانګړي مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS