د هلمند ولایت ۴۹۱ کلیوالي ټولګیو ته محروقاتي ټوکي وویشل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند ۴۹۱ کلیوالي ټولګیو ته د یونیسیف ادارې په مالي مرسته محروقاتي ټوکي ( لرګي ) وویشل شوه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي چي د ژمي موسم په رارسیدو د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ناوې، ګرمسیر، ګرشک او خانشین ولسوالیو کي ۴۹۱ کلیوالي ټولګیو ته لرګي وویشل شوه.
ښاغلی صفاري زیاتوي چي د یونیسیف همکاري ادارې په مالي مرسته هري ټولګۍ ته ۳۴۰ کیلو ګرامه ورکول کیږي.
د پوهنې رییس همدا راز وویل چي د لرګیو تر څنګ ۲۴۹ پایې د لرګیو بخارۍ هم ورکول کیږي.
د یادوني وړ ده چي په ګرمسیرو سیمو کي د لیندۍ(قوس) میاشتي پر ۱۵ نېټه ښوونځیو ته لرګي او بخارۍ ورکول کیږي چي هلمند پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو ته پر ټاکلي نېټې رسیدلي دي.
