د هلمند په يوه ښوونځي کې زده کوونکو ته لابراتوار پرانيستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۵:۵۴
افتتاح اتاق لابراتور برای یک باب مکتب در ولایت هلمند

پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند پوهنې ریاست له لوري د B2 1 ښوونځي ته د کیمیا، فزیک او بیولوژي مضمونونو د تجربو ترسره کولو په برخه کې لابراتوار پرانيستل شول.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د لابراتوار خونې د پرانيستي پر مهال وویل: د یاد لابراتوار لپاره د څلورم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د تجربوي لارښود ۲۹۶ جلده کتابونه، او د کیمیا، فزیک او بیولوژي برخو کې ۲۱۲ بیلابیل لابراتواري توکي، د لابراتوار لپاره ۳ د ریاضي کیټونه او ۳ پایې د لابراتوار میزونه ورکړل شوي، چي زده کوونکي به وکولای شي له یادو امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، په ټاکل شویو برخو کې خپلې تجریې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند پوهنې ریاست مشرتابه تل د غوره زده کړييزو چوپړتياو وړاندې کولو برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS