د هيواد د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموينه پای ته ورسېده

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۳
د هيواد د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموينه پای ته ورسېده

د هيواد په دېرشو ولايتونو او په دارالهجرت کې د افغان مهاجرينو په دیني مدارسو کې د لویې دورې(لیسانس)، وړې دورې(څوارلسم ټولګي) او پنځمې درجې(دولسم ټولګي) مشترکه کلنۍ ازموينه نن ورځ پای ته ورسېده.
یاده ازموینه چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت تر اشراف لاندې واخستل شوه، ټول ټال پکې د هیواد د داخلي مدارسو ۲۳۷۹۳ تنو او د دارالهجرت د مدارسو ۱۵۲۵ تنو زده کوونکو(طالبانو) برخه درلوده.
د يادې ازموینې بریالیو زده کوونکو ته به د پوهنې وزارت له لوري رسمي اسناد ور کول کېږي.
د ازموینې د ګډون والو او څارونکو په وینا، یاده ازموینه له غوره مدیریت او ښه نظم څخه برخمنه وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS