د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
sfsaf

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو، طالب العلمانو، زده‌کوونکو او د پوهنې وزارت د منسوبینو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
یاد مراسم چې د کابل ښار د امانیه عالي لیسې په تالار کې جوړ شوي وو، د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې د پوهنې وزارت د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق لنډه وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه.
وروسته د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل د یاد وزارت د تېر کال د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل: «له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې نوی ښوونیز نصاب ترتیب او تر چاپ لاندې دی او په تېر کال کې د ۸۰۰ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي.»
همدارنګه نوموړي په دې غونډه کې د یاد وزارت له لوري د اداري چارو د ساده کولو، د تعلیمي پروژو د بشپړولو، د ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او په ځانګړي ډول په لېرې پرتو سیمو کې د متوازن تعلیمي پرمختګ د دوام یادونه هم وکړه.
د غونډې په دوام د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور او د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني هر یوه د علم د ارزښت، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سوکالۍ په برخه کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د تېر کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه.
همدارنګه د مسئولینو د ویناوو تر څنګ د طالب العلمانو او زده‌کوونکو د ترانو د ګروپونو له لوري د علم د ستاینې په اړه په زړه پورې ترانې هم وړاندې شوې.
وروسته د پوهنې وزارت د ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان له لوري د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت د پوهنې وزارت اعلامیه ولوستل شوه.
غونډه د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
له ویلو دې پاتې نه وي چې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسم د هېواد په ټولو سړو ولایتونو کې تر سره شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS