د هېواد د ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو ته د کولمو چینجیو د ټابلېټونو وېش کمپاین پیل شو
د هېواد په مدارسو او ښوونځیو کې زده کوونکو ته د البنډازول ټابلېټونو د وېش( د کولمو چینجیو د له منځه وړلو) ملي کمپاین پیل شو.
په یادو مراسمو کې د کابل ښار پوهنې رئیس، د پوهنې وزارت د یو شمېر مرکزي ادارو مسئولینو، کارکوونکو په ځانګړي ډول د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست چارواکو، د عامې روغتیا وزارت سربېره د مرستندویه بنسټونو استازو او یو شمېر علماءکرامو برخه اخیستې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ملي کمپاین د پیل او عملي کولو د څرنګوالي په اړه ګډو نوالو ته معلومات ورکړل.
دغه راز نوموړي زده کوونکو ته لارښوونه وکړه چې د خپلې سالمې روغتیا په موخه دې شخصي، ټولنیز او د ښوونځي چاپېریال پاک وساتي.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست استازي د ياد کمپاين د پيل په مناسبت د پوهنې وزارت پيغام ولوست، چې په کې ويل شوي وو: یاد وزارت د هېواد د تعلیمي مرکزونو ټولو زده کونکو ته د البنډازول ټابلېټونو د وېشلو د پلي کولو له پروسې څخه په جدي ډول ملاتړ کوي.
په پای کې مسئولینو د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو زده کوونکو ته د کولمو چینجیو د ټابلېټونو په وېشلو سره دغه لړۍ په رسمي ډول پرانیستله.