د هېواد د ۳۴ ولایتونو د تدارکاتي مدیرانو کاري وړتیاوو لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۰
123

 د پوهنې وزارت تشکیلاتو ریاست اړوند د وړتیا لوړولو آمریت له لوري، د کابل ښار په شمول د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې ریاستونو تدارکاتي مدیرانو کاري وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ، دملي تدارکاتو ریاست د مرستیال شیخ عبدالرحیم رحیمي، اداري لوی رئیس مفتي شفېع الله منصور او یو شمېر نورو مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو.
د پوهنې مسئولینو په خپلو خبرو کې د چارو کیفیت لوړولو په برخه کې د ښوونیزو ورکشاپو پر نقش د خبرو ترڅنګ، د تدارکاتي لارښوونو، قوانینو پر پلي کولو او د بیت المال پر ساتنې ټینګار وکړ او اړونده مدیران یې خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS