د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۵۸
د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

لوګر:
د HHOA موسسې ولایتي دفتر د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په مرسته په دغه ولایت کې سلګونو بې سواده او کم لوستو کسانو ته د لوستلو او لیکلو زمینه برابروي.
 د چارواکو په وینا دغه موسسه په پام کې لري، چې د ۹ میاشتو لپاره د سواد زده کړې ۷۰ ټولګي جوړ کړي او د ۹۶۰ ښځو په ګډون ۱۰۵۰ کسانو ته روزنه ورکړي.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست د تعلیمي، علمي او مسلکي څارنې غړو د دې ولایت د لعلپور ولسوالۍ د پوهنې د څارنې مسوولینو سره په همغږۍ د چکنور او ګلداک د نارینه او ښځینه لېسو اداري او تدریسي چارې له نږدې وڅېړلې او دغه راز یې د یادو لیسو د ازموینو بهیر یې له نږدې وڅارلې.
فراه:
په فراه ولايت کې د يونيسف سيمه ييز دفتر د دغه ولايت د پوهنې رياست سره د ۷۸ خیمو مرسته کړې او د پوهنې له مسوولينو څخه یې غوښتنه کړې چې دغه خيمې دې هغو ښوونځيو ته ورکړي چې درسي خوني نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.
نیمروز:
د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس حاجي ګل احمد حقاني او ورسره پلاوي د شهید ګل محمد د هلکانو لېسې اداري او تدریسي چارې یې وڅارلې او له استادانو یې وغوښتل، چې د ازموینو د شفافیت په برخه کې هڅې وکړي، ترڅو حق حقدار ته ورسیږي.
له همدې ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
د نيمروز ولايت د ښوونې او روزنې آمر مولوي ګلبدين شريفي او د زرنج ښار د پوهنې آمر حاجي فضل احمد اسلمي د عبدالرحمن لالا لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه او د پوهنې په برخه کې د دې لېسې د مدير او ښوونکو له هڅو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS