د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۹:۲۳
121

د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جلا جلا توګه د یو لړ شانداره او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

په یادو مراسمو کې د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو، مسئولینو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو، علماءکرامو، د مدارسو او ښوونځیو یو شمېر استاذانو، طلابو او زده کوونکو حضور درلود.

په پیل کې د پوهنې رئیسانو ټولو ګډون والو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا ځانګړی پیغام یې ګډون والو ته ولوست.

همدارنګه د پوهنې مسئولینو د افغانستان علم پرور ملت، استاذانو او زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د ښوونیز نظام د لاپرمختګ او پراختیا په اړه د نوي ښوونیز کال لپاره د خپلو کړنلارو او پلانونو څخه خبر ورکړ، له علماءکرامو او خلکو څخه یې وغوښتل تر څو د نوي نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې ورسره مادي او معنوي همکاري وکړي.

دغه راز هغوی له خلکو هیله وکړه، چې خپل اولادونه د علم او پوهې حاصلولو په موخه مدارسو او ښوونځیو ته واستوي، ترڅو په راتلونکي کې د افغان مسلمان ملت لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

علماءکرامو او نورو ګډون والو هم د اسلام مبارک دین له نظره د علم او پوهې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې، له طلابو او زده کوونکو یې وغوښتل چې د زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.

یاد مراسم د ښوونځي د زنګ په وهلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS