د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۰
12

- سرپل:
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد «رحماني» په حضور کې، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرینو او د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د "د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا پروګرام د مسئولیتونو چوکاټ" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

- غور:
د غور ولایت پوهنې رئیس مولوي حفیظ الله «محفوظ» د اوبو رسولو ۸ پروژو پلي کولو په اړه د پوهنې یو ملاتړ بنسټ له مسئول سره وکتل.
دواړو لوریو په یاد ولایت کې د ښوونځیو د زده کونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په اړه هر‌اړخیز بحث وکړ.

- پروان:
د خیرالمدارس دیني مدرسې جوړولو لپاره د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ عامو خلکو لخوا ۱۲۰۰ متره مربع  ځمکه وقف او د ودانۍ بنسټ ډبره یې د یاد ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.

- سمنګان:
د سمنګان ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې د ۸۹ بابه خصوصي مدارسو د ۱۶۰ تنو مسئولینو او مهتممینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو ۱۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS