د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د ياد ولایت د ګیرو ولسوالۍ له علماوو او قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال، د پوهنې په برخه کې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د ستونزو په حل کې یې دهمکارۍ ژمنه وکړه.
بدخشان
د بدخشان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني، د سايف شهيد لېسې له کتابتون څخه ليدنه وکړه او د يادو کتابونو د علمي او اسلامي منځپانګو په تړاو يې د دغه لېسې له مسئولينو څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
خوست
د خوست ولايت پوهنې رياست مشرتابه، د يو همکار بنسټ له استازي سره د ليدنې په ترڅ کې، د همکاريو پر دوام او د پوهنيزو پروګرامونو دپياوړتيا په باب خبرې وکړې.
لوګر
د پوهنې په برخه کې يو همکار بنسټ، د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د ياد ولایت بره کي برک ولسوالۍ اړوند د ۲۴ بابه ښوونځیو ۱۵۰ تنو ښوونکو ته د وړتيا لوړونې سیمینار جوړ کړ.
پروان
د پروان ولایت پوهنې ریاست له پاکستان څخه د ۷۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سويې د تثبيت په موخه آزموينه واخيسته.
په پام کې ده، چې د يادې آزموينې نوماندان به د هغوی له سويې سره سم د ښوونځیو په آتم او دوولسمو ټولګیو کې شامل شي.