د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۵۸
145

کندهار

د کندهار ولایت مرکز اړوند د احمدشاه بابا عالي لېسې ادارې او د لېسې د شورا په هلو ځلو، د يادې لېسې مات شوي مېزونه او چوکۍ ترميم، درسي ټولګي رنګ او په نويو غاليو فرش شول.

د کندهار پوهنې رياست له دغه نېک اقدام څخه مننه وکړه.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د پوهنې د یوه همکار بنسټ ساحوي دفتر د ښوونې او روزنې له رئیس سره په کتنه کې، په یاد ولایت کې د ۸۲ سیمه ییزو ټولګیو د تجهیزاتو د لېږد په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.

سمنګان

د سمنګانو ولايت پوهنې رياست له ٥٣٠ تنو نوماندانو څخه چې ٢٧٢ يې ښځې وې، ډله ييزه آزموينه واخيسته.

په پام کې ده، هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست او د یاد ولایت د نحبګان خصوصي پوهنتون ترمنځ یو علمي هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه ليک د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل او د نخبګان خصوصي پوهنتون د مسئولينو ترمنځ لاسليک شو.

د یاد هوکړه لیک له مخې دغه پوهنتون ژمن دی، د لوړو زده کړو لېوال کسان چې د بلخ پوهنې ریاست له خوا د انجنیرۍ، حقوقو، اقتصاد او کرنې په برخو کې معرفي کېږي، په وړیا توګه په دغه پوهنتون کې د شاملېدو په موخه ومني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS