د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۵۷
123321

کاپیسا
د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د تګاب ولسوالۍ د ديني مدارسو له استادانو او مسئولينو سره د ليدنې پر مهال، د پوهنې وزارت د نصاب پر بشپړ پلي کېدو ټينګار وکړ او د ښوونیز کیفیت لوړولو برخه کې يې لازمې مشورې او لارښوونې وکړې. 

همدارنګه
د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۶۱ تنو ښوونکو لپاره لس ورځنی میتودیک سیمینار جوړ کړ.

  پکتیا
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د ابرار ښوونیز بنسټ د ساحوي دفتر له استازي سره وکتل.
 په یاه کتنه کې دواړو لوریو د همکاریو د دوام او د ښوونیزو پروګرامونو د لاپیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

بدخشان
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس انجنير ذبېح الله اميري،د یاد ولايت د پوهنې له نوي رئيس مولوي نصرت الله فيضاني سره وکتل او د دواړو ادارو پر دوامداره همکاريو يې ټينګار وکړ.

هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست روزونکو د یاد ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ۳۵ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د استادانو او زده کوونکو لپاره یو ورځنی ښوونیز او مسلکي سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS