د ولایتونو له پوهنې ډګره څو مهم خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۱
hfd

کندوز

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي، د کندوز ولایت پوهنې ریاست د مالي څانګې له کړنو د څرنګوالي په تړاو د خپلو څېړنو پایلې، د یاد ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.

یو ځل بیا هم له یاد ریاست څخه:

د کندوز ولایت پوهنې ریاست له ۷۷ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

په پام کې ده، چې له دې جملې څخه ۲۵ تنه، د یاد ولایت د لیرې پرتو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

خوست

د خوست ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د دیني مدارسو لپاره د نویو ښوونکو د ګمارلو په موخه، له ۱۰۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

نیمروز

په نیمروز ولایت کې د سواد زده کړې له یوه ټولګي څخه ۲۶ تنه زده کوونکي فارغ شول.

په ورته مهال د پوهنې مسئولینو او علماوو په حضور کې فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

کاپیسا

یو خیریه بنسټ، په کاپیسا ولایت کې د ښوونځیو په ۲۰۰ تنو زده کوونکو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د ياد ولايت پوهنې رياست د دغه مرسته کوونکي بنسټ له ملاتړ مننه وکړه او د همکاريو پر دوام يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS