د يو شمېر ولايتونو د ديني مدارسو زده کوونکو تر منځ د «علمي سياليو» پايلې اعلان شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۱:۲۶
1223

د اړوندو ولایتونو د پوهنې رئیسانو، مسئولینو، دیني علماوو او استادانو په ګډون د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې، د پکتیا، کندهار، کندز، ننګرهار او بلخ ولایتونو د مدارسو د دیني علومو سیالیو پایلې اعلان شوې.

د يادو ولايتونو پوهنې مسئولينو د دغه سياليو د بهير په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او ويې ويل، د دا ډول سياليو له پيل څخه يې موخه دا ده، چې زمونږ د ټولنې ځوانان او زده کوونکي د بشریت د ستر لارښود او زمونږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد(صلي الله علیه وسلم) له سيرت څخه خبر او د هغه تګلاره په خپل ژوند کې عملي کړي.

نورو ويناوالو هم د انسان په فردي او ټولنيز ژوند کې د اسلامي لارښوونو پر فضيلت خبرې وکړې، ديني لارښوونې يې د خلکو سالمې روزنې لپاره خورا مهمې وبللې او د زده کوونکو لپاره يې د دا ډول ښوونيزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

په پای کې هغه زده کوونکي چې په يادو سياليو کې يې له لومړي تر لسم مقامونو پورې ګټلي وو، د اړوندو ولايتونو پوهنې رياستونو او مسئولينو له لوري ورته ستاینلیکونه او ‌ ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS