د پوهنې وزارت او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنیزو څانګو رياستونو  د استازو ترمنځ ګډه غونډه وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۱
123

 د پوهنې وزارت او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي څېړنو  څانګو رئیسانو، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه له یو بل سره وکتل.
 په دې کتنه کې د پوهنې وزارت په استازيتوب، د علمي څېړنو څانګې رئيس، ډاکتر محمد عمر دورانزي، د اړوندو څانګو آمرينو عبدالله لطفان او محمد ولي لېوال او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په استازيتوب علمي مرستیال جمشید خان رشيدي، د څېړنو رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل او د څېړنيزې څانګې آمر پوهاند طاووس محمدي ګډون درلود.
 په پیل کې دواړو خواوو د خپلو څېړنیزو څانګو کاري مېتودونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او له هر اړخیزو بحثونو وروسته یې لاندې تصمیمونه ونیول:
 ۱- د پوهنې وزارت او ښوونې او روزنې پوهنتون د ظرفیتونو ملي کنفرانس دايرول.
 ۲- د پوهنې وزارت او یاد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو په چوکاټ کې د همغږۍ مېکانېزم رامنځته کول.
 ۳- ملي کنفرانس ته د پوهنې وزارت د څېړنو څانګې مسلکي غړي معرفي کول.
 ٤_ پرېکړه وشوه، چې د پوهنې وزارت دې څېړنيزو چارو د لا زياتې همکارۍ او همغږۍ په موخه، د څېړنې څانګې له غړو څخه يو تن ياد پوهنتون ته د استازي په توګه معرفي کړي.
 ۵- د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په موخه دې د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ يو هوکړه لیک لاسلیک شي.
د یادې غونډې په پای کې دواړو  بنسټونو د علمي بډاینې لپاره د خپلو اوږد مهالو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS