د پوهنې وزارت خبرتیا د داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۹
یبلسی

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یاد وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د ۴ بابه کانټینونو د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او په لاندې ډول اعلانېږي:
۱- د پوهنې وزارت په مرکز کې ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۵۰،۰۰۰) افغانیو په اندازه لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۲- د کارته سخي سیمې، د اسلامي زده کړو په معینیت کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۳۰،۰۰۰) افغانیو په اساس لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۳- د غزني سرای ته څېرمه د کارکوونکو چارو په لوی ریاست کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۵۰،۰۰۰) افغانیو په اندازه لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۴- په شهادتنامو ریاست کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د کابل پوهنتون سویلي دروازې مخې ته په کارته ۴ کې موقعیت لري او لومړنۍ میاشتنۍ کرایې یې (۳۵۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي پورته ذکر شوي کانټینونه کرایه کړي، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان تر خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت مخې ته په کارته چهار کې د پوهنې وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست ته وسپاري او شرط‌پاڼه ترلاسه کړي.
د داوطلبۍ غونډه به د اعلان له پای ته رسېدو وروسته د سهار په ۱۰ بجو د وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت په ریاست کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS