د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۵

موضوع: په ښوونځیو کې د مالي کمیټې سره د مرستې په نامه د پیسو را ټولول منع دي

پوهنې وزارت_کابل: په ښوونځیو کې د ښوونکو څخه د مالي کمیټې سره د مرستې لپاره د پیسو را ټولول د پوهنې وزارت د قوانینو، مقررو، او کړنلارو سره مخالفت لري او په جدي ډول منع دي.

د وړ او مستحقو ښوونکو سره د مرستې لپاره د ښوونکو سره د پور ورکولو صندوق شتون لري او د دې صندوق د لایحې پواسطه وړ او مستحق ښوونکې کولای شي د نوموړي صندوق څخه پور ترلاسه کړي.

د ا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر شکایتونه شتون لري چې په یو شمیر ښوونځيو کې په خپل سر له ښوونکو څخه په مختلفو طریقو په ښوونځیو کې پیسې ټولیږي.

د فساد سره د مبارزې او په ښوونیز چاپیریال کې د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه لارښونه کیږي ترڅو په مختلفو بهانو باندې د پیسو را ټولولو په ښوونځیو کې مخه ونیول شي او د سرغړونکو سره به قانونې چلند وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا!

د پوهنې وزارت_کابل: په هیواد کې د تودو سیمو ولایتونو "هلمند، کندهار، فراه، لغمان، ننګرهار، نیمروز او کنړ" او همدا رنګه په سړوسیمو ولایتونو کې د تودو سیمو د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ. . .

شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۴:۷
Background image

د ښوونكو او كاركوونكو د معاشونو وركړه به په ټول هيواد كې په استثنايي ډول دوام ولري

د ښوونكو او كاركوونكو د معاشونو وركړه به په ټول هيواد كې په استثنايي ډول دوام ولري

۲۰ غويى ۱۳۹۹

پوهنې وزارت _ كابل: د تودو سيمو د حق الزحمه ښوونكو د معاشونو د وركوولو موضوع چې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د حضرت علي نجونو ښوونځي ته د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړېزې ودانۍ چارې پیل شوې

د پوهې وزارت پکتیا: د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالی کې د حضرت علي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بنسټ ډبرې اېښودلو په دې مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي،. . .

BACK TO NEWS