د پوهنې وزارت دښوونې او روزنې معینیت پلاوي د بامیان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۰
545

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت  پلاوي په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د کړنو او وړتیا لوړولو څارنې لپاره بامیان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار سره یې ولیدل.

په یاده غونډه کې دواړو خواوو د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړولو او پیاوړتیا په اړه هراړخیز بحث وکړ.

د پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال زیاته کړه، په بامیان ولایت کې ټول تعلیمي فعالیتونه د پوهنې وزارت د لارښوونو او اصولو سره سم ترسره کېږي او دا یو ډېر ښه اقدام دی چې د دغه ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړي ارزول کېږي، ځکه چې ټول ورکشاپونه او سیمینارونه د قانون او مقرراتو سره سم تنظیم شوي ترڅو د دوی وړتیاوې او لارښوونې په سمه او مسلکي توګه لاپسې وده وکړي او د یاد ولایت پوهنې ریاست د تعلیمي پراختیا او ظرفیت لوړولو پروګرامونو لپاره ټولې هڅې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS