د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د ننګرهار ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۴۳
یبلا
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق، چې په یو رسمي سفر ننګرهار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي عزیزالله مصطفی او مسؤلینو سره وکتل.
دواړو لوریو د ځينو مدارسو او ښوونځيو د جلا کولو په اړه چې د ښځينه او نارينه زده کوونکو له خوا په ګډه کارول کېږي او يا په هغو مدارسو او ښوونځيو کې چې ښځينه او نارينه ښوونکي پکې په ګډه د تدريس چارې پرمخ وړي، هراړخيزې خبرې اترې وکړې او پرېکړه وشوه، چې پلاوى به له دغه ډول ښوونیزو بنسټونو څخه هم ليدنه وکړي.
له بلې خوا د ننګرهار پوهنې رئيس په دې برخه کې د آسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS