د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۵:۲۳
78

د افغانستان.ا.ا.عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې په بنسټ، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ پلاوي د هېواد د دیني مدhرسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په هغه مراسمو کې چې د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ د مفتي عبدالمومن حازم مدرسه کې د پلاوي هرکلي لپاره جوړ شوي وو، په پيل کې یاد مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال بدخشان ته دپوهنې معین ورتګ ته ښه راغلاست  ووایه  او د دغه ولايت دپوهنې د کړنو په تړاو یې پلاوي ته معلومات وړاندې کړل .
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په دغه ولایت کې د ښوونیز وضعیت لاښه والي او د دیني مدارسو لپاره د لیلیې د جوړولو په اړه یو لړ لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د بهارک، ارغنج خواه،جرم،یمگان،خاش،وردوج ولسوالیو د پوهنې مسئولینو او یو شمېر دیني علماوو چې په یاده غونډه کې یې حضور درلود، خبرې وکړې او د موضوع په تړاو یې د پوهنې وزارت پلاوي ته خپل نظرونه څرګند کړل.
د اسلامي زده کړو معین د پوهنیز نظام لاپرمختګ په اړه د غونډې ګډون والو ستونزې او نظرونه واورېدل، چې د پلاوي له لوري يې د حل ژمنه وشوه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS