د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د خپلو ولایتي سفرونو په دوام بغلان ولایت ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۳:۱
بل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د افغانستان.ا.ا. عالي مقام د مشرتابه په لارښوونه، د هېواد شمال ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام، نن بغلان ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي سره یې وکتل.

نوموړي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، په مرکز په ولسوالیو کې د دیني مدارسو څارنه او په لیرې پرتو سیمو کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې جوړول وبلل.

د اسلامي زده کړو معین د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله هاشمي په ګډون د پوهنې رياست له مسئولينو او علماوو سره په کتنه کې، د ديني مدارسو او ليليې د جوړولو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې.

ګډون والو د .ا.ا.ا. عالي مقام له مشرتابه او د پوهنې وزارت له هلوځلو څخه چې په هېواد کې یې د اسلامي زده کړو د وضعیت لاښه والي په برخه کې کړي دي یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

په پام کې ده چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په یاد ولایت کې له یو شمېر مدارسو او د اسلامي زده کړو له نورو بنسټونو څخه هم لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS