د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې نوی رئیس د يادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۵:۴۳
123

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې نوی رئیس مولوي عتیق الله مؤذن، د ياد وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې غونډه کې د سرچينو او اداري چارو معين مولوي صبغت الله وصيل، د بهرنيو اړيکو رئيس استاد وحيدالله هاشمي او د پوهنې وزارت مرستندويانو هم حضور درلود.
د پوهنې وزارت سرپرست، په اداره کې د اصلاحاتو او پرمختګ اصل، تغییر او بدلون وباله او د مرکزي تفتیش له پخواني رئیس څخه یې د فعاليتونو په تړاو ځانګړې مننه وکړه.
نوموړي مولوي عتیق الله مؤذن په حقوقي چارو کې د تجربې خاوند او په کار پوه شخص وباله او له کارکوونکو يې وغوښتل چې په چارو کې ورسره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست د ياد وزارت د کارکوونکو په ګډون د ټولنې د ټولو غړو ترمنځ د باور پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل:( په هغه موده کې چې ما په پوهنې وزارت کې دنده ترسره کړې، په ښکاره توګه لیدل شوي چې د ياد وزارت کارکوونکي په ټولو رسمي کارونو کې يووالی لري او په پوره مېړانه، اېماندارۍ او د باور په فضا کې خپلې دندې ترسره کوي او له ټولو څخه مننه کوم.
د پوهنې وزارت د سرچينې او ادارې معين هم د تفتیش او پلټنې رئیس ته د نوي مسؤلیت مبارکي وویله او د آمرينو په اطاعت یې ټینګار وکړ .
نوموړي زياته کړه، چې د آمرينو او مشرانو اطاعت د دوی له اساسي او اسلامي اصولو څخه دی، چې په ټولنه کې د نظم او  اداري فعالیتونو د ګړندیتوب لامل ګرځي.
ورپسې د تفتيش او پلټنې نوي رئیس مولوي عتیق الله مؤذن د افغانستان.ا.ا له عالي رهبرۍ، په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د رهبري هیئت د باور قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په خپل ټول توان او له علمي پوهې او کاري تجربې څخه په استفادې سره به ورسپارل شوې دنده په ښه توګه سرته ورسوي.
 غونډه د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS