د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۰:۵۷
یبسش

له شنبې۱۴۴۶/۲/۲۰هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/٢/۲۵هجري قمري، (د وږي میاشتې له ۳مې تر ۸ مې نېټې۱۴۰۳ لمریز کال).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار د بېلابېلو ښوونیزو ناحیو اړوند د کابل سنټر۳، زرین، مسلم ښوونیز مرکز، د کلام ښوونیزانسټیټیوت، هڅه ښونیز مرکز، آریانا، المدینه، نوی ستوری، خان ښونیز مرکز، ګلوبل ښونیز مرکز، جاوید کاروان، ځواک د سایسني علومو مرکز، د پامیر نوین تعلیمي مرکز، نخبګان فردا، کاج سبز، موج رسالت، انصار اماني، سیرت رامین حیدري، سعد ابن ابي وقاص مدرسه، دار القرآن مدرسه، سفیر پیام نور، پیشتاز علم، کاخ بلند، کاردان، پیشګام، روفي۲ او بعثت خصوصي ښونیزو بنسټونو څخه

لیدنې وکړې او د هغوی تعلیمي وضیعت یې وارزاوه.

همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، په ورځنیو چارو کې د شرعي مسایلو په بشپړ تطبیق او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه، د هغوی اداري کړنې یې وکتلې او ور څخه یې وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

همدارنګه دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهال وېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

همدارنګه هغو کارکوونکو ته چې ددیني زده‌کړو کچه يې ټيټه ده، د ځانګړو درسي حلقو له لارې ورته د تدریس چارې تنظیم شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS