د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۷
14

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه او هغوی ته د قرآن کریم ژباړه هم پیل شوه.

همدارنګه د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست لخوا ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته سپارښتنه شوې، تر څو د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدلو سره منسوبینو ته د قرآن کريم ژباړه پیل کړئ، چې په یاده برخه کې د اړوندو مسئولینو له لوري ډاډ ورکړل شو.

په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ روانه وه، لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS