د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لوګر ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۴۹
tfg

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په داسې حال کې چې د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي هم حضور درلود؛ د یاد ولایت د ښوونځیو د اداري او تدریسي څانګو ۳۰۰ تنو کارکوونکو ته یوه اصلاحي غونډه دایره کړه. په دغه غونډه کې یاد پلاوي د پوهنې کارکوونکو ته په خطاب کې د شرعي مسایلو په بیانولو سره له هغوی وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او له مراجعینو سره نېک چلند ترسره کړي. .له بلې خوا د لوګر پوهنې رئیس ياد ولايت ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS