د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتیکا ولایت له پوهنې چارواکو او ښوونکو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۸
سیب

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیکا ولایت له پوهنې مسئولینو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه ګډه غونډه وکړه.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي محترم مولوي بسم الله حسان، په یاد ولایت کې د خپل ریاست اړوندو لارښوونو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده او د هغو له هڅو یې ستاینه وکړه.
نوموړي وویل: د هر مسلمان دنده ده، چې خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» له سنتو سره سم برابر او د هغو مطابق عمل وکړئ.
هغه مسئولیت یو الهي امانت وګاڼه او ویې ویل چې ښوونکي نه یوازې د زده‌کوونکو د علمي زده‌کړې مسئولیت لري، بلکې د هغوی د فکري، اخلاقي او مذهبي روزنې بنسټیزه دنده هم پر غاړه لري.
وروپسې د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دې چارو پلي کول د ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي. 
دغه راز نوموړي ډاډ ورکړ چې د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د پورته ذکر شوې ادارې ټول قوانین او لارښوونې په بشپړه توګه پلي کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۵۸
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د خوست ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې د ۸۶ زره ۶۸۰ تنو زده‌کوونکو او ۳ زره ۴۸۲ تنو ښوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو مرستو کې د زده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

په کابل ښار کې د بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو بېرته راستنو شویو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، په خپلو څرګندونو کې له زده‌کوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې لس تنه مخکښ طلاب او زده‌کوونکي د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري وستایل شول

د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې د لسو تنو مخکښو طلابو او زده‌کوونکو د ستاینې غونډه د پوهنې وزارت د رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د زده‌کوونکو د کورنیو غړو، ښوونکو او مدرسینو په ګډون د. . .

BACK TO NEWS