د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار د غازي او استقلال لېسو له زده کوونکو سره وکتل.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۳:۲۲
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ریاست د مسئولینو مولوي عارف شاه او مولوي میرزا محمد مطئمن په ګډون، د کابل ښار د غازي او استقلال لېسو څخه لیدنه وکړه او د یادو لېسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل.
غونډې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، ورپسې د یادو لېسو آمرینو د پوهنې وزارت د رهبرۍ پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د ټولنې په نظم او پرمختګ کې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو رول ته په اشارې سره وویل: له نېکه مرغه نن سبا وژونکې ټولنیزې ناروغۍ په غیر اسلامي هېوادونو کې موجودې دي، چې خوشبختانه په اسلامي هېوادونو کې دا ناروغۍ شتون نه لري او دا داسلام مبارک دین له برکته دي چې مونږ یې شکر ادا کوو.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې کتنه کې زده کوونکي د دیني علومو زده کړې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د بهرنیانو له فرهنګي یرغل څخه ځان وساتي او له ټکنالوژۍ څخه په عام المنفعه برخو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
په پاى کې ياد پلاوي د لېسو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې زده کوونکو او نورو کارکوونکو ته د ديني درسونو زمينه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS