د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په رسمي سفر بدخشان ولایت ته لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
sdx

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد او کارکوونکو سره ځانګړې غونډه وکړه.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د دعوت او ارشاد محترم رئیس په اسلامي ټولنه کې د پوهې پر ارزښت د اغېزناکې وینا ترڅنګ، مسئولینو ته په ټینګار سره وویل: "د خلکو ماشومان ستاسو سره امانت دي او الهي دین هغوی ته رسول زموږ د ټولو دنده ده. په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول د ټولو مسلمانانو لپاره یو مذهبي مکلفیت دی او امانتداري باید د هر چا د کار بنسټ وي."

له بلې خوا د بدخشان ولایت پوهنې رئیس هم په خپله وینا کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد درئیس له ورتګ څخه مننه وکړه او د خپلې ادارې ټولو منسوبینو ته یې د امربالمعروف د نصاب پر پلي کولو، د اوامرو پر اطاعت، امانتدارۍ او له مراجعینو سره په نېک چلند کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS