د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیک‌پوهنې مرکز رئیس د میدان وردګ ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۸
5454

د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیک‌پوهنې مرکز رئیس محترم محمد عمر دورانزي، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال نوموړي د اونخي، میلادالنبي ﷺ او دوراني لېسو د درسي ازمېښتونونو، کمپیوټر ټولګیو او اداري او تدریسي برخو څخه کتنه وکړه.
پلاوي خوښي څرګنده کړه چې ښوونکو له شته امکاناتو او درسي وسایلو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه اخیستې او د تدریس بهیر یې په ښه ډول پر مخ وړی.
همدارنګه مسوولینو ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت د ساینس او معلوماتي تخینک‌پوهنې ریاست به په راتلونکي کې هم په ښوونځیو کې د درسي مضمونونو د عملي تدریس د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هر ډول اړینې همکارۍ او مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۸
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه  څاه وکیندل شو

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار  اړوند جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو خلقه څاه وکیندل شو.
د مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د پنجشېر له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه 

د پنجشېر ولایت د ښوونځیو ښوونکو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د درسي مرستندویه توکو ۳۱۸ کڅوړې د یاد ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ وسپارل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو بستو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS