د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د ښوونیزو بنسټونو د لابراتوارونو ارزونې په موخه لوګر ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس استاد حبیب الله خالد تر څارنې لاندې د یاد ریاست د کارپوهانو پلاوی، د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د رسمي او خصوصي تعلیمي مرکزونو د لابراتوارونو کتنې په موخه، دغه ولایت ته ورسېد.
یاد پلاوي د همدغه ولایت له پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي سره په لیدنه کې، د لابراتوارونو معیاري کول ، کتنه، د ښوونځیو د لابرانت ښوونکو ترمنځ د تجربو تبادله، په رسمي او خصوصي ښوونځیو کې د کمپیوټر ټولګیو فعالول له خپلو اساسي موخو څخه وبلل.
د لوګر پوهنې رئيس ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د دوى د سفر د پلانونو په پلي کولو کې به هراړخیزه همکاري کوي.