د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر لنډ ژوند لیک

د هیواد ستر علمي او جهادي شخصیت شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله(منیر) حفظه الله تعالی د الحاج استاد شیرمحمد صاحب زوی، په  ۱۳۵۲ هـ ش کال د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د پورته مریاڼو په کلي کې زېږیدلی دی . 
لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې  په مسجدونو کې له جیدو علماوو او استادانو څخه کړیدي ،منځۍ زده کړې یې د هیواد په ستر علمي مرکز(د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د نورالمدارس مدرسه)کې بشپړې کړیدي .په ۱۳۷۶هـ ش کال د پیښور په امدادالعلوم مدرسه کې د شهید شیخ الحدیث والتفسیر مولانامحمدحسن جان(رحمه الله تعالی) په مبارکو لاسونو له دیني علومو څخه د فراغت دستار  ور په سر کړای شویدی .
له فراغت څخه وروسته یې د نورالمدارس په ستره علمي جامعه کې څلور کاله مسلسل تدریس کړیدی.په هیواد باندې د امریکا په مشري د نړیوال کفري ایتلاف له حملې وروسته یې په خپله سیمه کې د دیني علومو د تدریس سلسله جاري وساتله او ورسره په څنګ کې یې جهادي فعالیتونه هم پیل کړل، وروسته یې  د امریکایانو او دهغوی د داخلي همکارانو د مسلسلو چاپو او تعقیب له امله ګاونډي هیواد پاکستان ته هجرت وکړ، هلته یې د اسلامي امارت په لاس د مجاهدینو تر فتحې پوري د اوولسو کلونو لپاره دفنونو او احادیثو مبارک کتابونه تدریس کړل .
محترم شیخ صاحب له تدریس سره په څنګ کې داسلامي امارت په چوکاټ کې هم  زیات جهادي  خدمتونه او مسئولیتونه  ترسره کړیدي چې د هغو له جملې څخه په ۱۳۸۶هـ ش کال د غزني ولایت  د ولایتي کمیسیون د رئیس په توګه ،په ۱۳۸۹هـ ش کال د ختیځې حوزې د نظامي کمیسیون د غړي په توګه ،په ۱۳۹۴هـ ش کال د ختیځې حوزې دمرکزي دارالافتاء د رئیس په توګه ، په ۱۳۹۶هـ ش کال د سترې محکمې د مرستیال په توګه او په ۱۳۹۹هـ ش کال د اسلامي امارت د قاضي القضات او د سترې محکمې د سرپرست رئیس په توګه او د کابل ترفتحې وروسته د پوهنې وزارت د سرپرست  وزیر  په توګه وټاکل شو.
شیخ صاحب له تعلیم ،تعلم او جهادي خدمتونو  سره سره د تصنیف او تالیف په ډګرکې هم د پام وړ خدمتونه کړیدی ، چې د هغو له جملې څخه یې د (دجهاد خبرې) ترعنوان لاندې یوه رساله له عربي ژبې څخه را ژباړلې ده ،د (مطول)په کتاب یې یوه مختصره حاشیه لیکلې ده او نوریې هم په ځینو علمي کتابونو شروحات لیکلي دي چې تر اوسه لا چاپ شوې نه دي .