د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه دپوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل د پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت او د حضرت علي کرم الله وجهه له منځنۍ ښوونځي څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې معین صاحب د پوهنې د آمریت د مسئولینو او کارمندانو وړاندیزونه واورېدل، د هغوی خدمات یې وستایل او خپلې اړینې سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې. د یادونې وړ ده، چې نږدې دوه اونۍ پوره کېږي چې د پوهنې وزارت محترم معین صاحب د پروان ولایت د تعلیمي بهیر د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په سفر تللی دی او هلته یې له مرکز او زیاتره ولسوالیو څخه لیدنه کړېده.