د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین ژوند لیک
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د معین شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه مولوي سعیداحمد«شهیدخیل» صاحب لنډ ژوند لیک
د هیواد ستر علمي، جهادي او روحاني شخصیت، شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه مولوي سعیداحمد «شهیدخیل» صاحب د شهید مولوي وصیف احمد(د شصت اخندزاده ) صاحب زوی، د ۱۳۴۸ هـ ش کال د ثور د میاشتې په دیارلسمه نېټه د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د شصت په کلي کې زېږیدلی دی .
لومړنۍ زده کړې یې له خپل مرحوم والدصاحب او خپلو ترونو«شهید ملا بشیراحمد او مرحوم حافظ نېک محمد» څخه او منځنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې او دارالهجرت په دیني مدارسو کې له جیدو شیوخو، علماء کرامو او استادانو څخه حاصلې کړیدي او په ۱۳۶۹هـ ش کال د شیخ القرآن والحدیث شهید مولانا محمدحسن جان(تقبله الله تعالی) او شیخ القرآن والحدیث مرحوم مولانا امان الله (رحمه الله تعالی) په مبارکو لاسونو ورته له دیني علومو څخه د فراغت پګړۍ تړل شوېده او وروسته د مرحوم حافظ عبدالحکیم صاحب له لوري ورته د قرآنکریم د حفظ دستار هم ور په سر کړای شویدی.
محترم شیخ صاحب تر فراغت مخکې او وروسته له تدریس، امامت او مسلحانه جهاد سره په څنګ کې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم او وروسته د اسلامي امارت په چوکاټ کې مهم خدمتونه او مسئولیتونه سرته رسولي دي، چې په ترتیب سره په لاندې ډول یې یادونه کېږي:
۱-د غزني ولایت لپاره د جمعیت اهل السنت والجماعت د ولایتي مسئول په توګه .
۲-د غزني ولایت د طالبانو د مسئول په توګه.
۳-د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي د ولسوال په توګه .
۴-د هرات ولایت د څلورمې حوزې د مسئول په توګه .
۴-د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالي د ولسوال په توګه .
۵-د د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین په توګه .
۶-د غزني ولایت د کمېسیون د مسئول په توګه .
۷-د لغمان ولایت د والي«جهادي مسئول» په توګه.
۸-د نظامي کمېسیون د هلمند او فراه ولایتونو د حلقې د مسئول په توګه.
۹- د هرات ولایت دوالي«جهادي مسئول» په توګه.
۱۰-د تعلیمي کمیسیون د نصاب د تدوین د کمېټې د مسئول په توګه.
۱۱-د نظامي کمېسیون د غړي په توګه.
۱۰-د بدري لښکر د اداري مسئول په توګه.
۱۱-د نظامي کمېسیون د ختیځې حلقې د مسئول په توګه.
۱۲- او اوس مهال د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د معین په توګه.
محترم شیخ صاحب پنځه کاله د ملي امنیت او پلچرخي په وحشي زندانونو کې سختې شکنجې وګاللې ، خو بیا یې هم خپل مورال له لاسه ور نه کړ او په زندان کې یې هم د تدریس، دعوت او تبلیغ رسالت جاري وساته،هلته یې دوه مدرسې تاسیس کړې او تل د زنداني مجاهدینو د حقوقو د اعادې او تحفظ لپاره د نوموړي تر قیادت لاندې څو ځله قیامونه ترسره شویدي اوپه زندان کې یې د فنونو او علومو د تدریس تر څنګ څو تنو شاګردانو ته د قرآن عظیم الشان د حفظ دستارونه هم ور په سر کړیدي.
قدرمن شیخ صاحب ته د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د کابل تر فتحې وروسته د حضرت امین جان مجددي صاحب او خلیفه محمد اسحق صاحب له لوري د خلافت پګړۍ ور په سر کړای شوه . نوموړی د هیواد په کچه ستر دیني عالم، مجاهد او متصوف شخصیت دی. الله تعالی دې د دین، هیواد، علم او تصوف په لاره کې د نوموړي ټول ترسره کړي خدمتونه قبول کړي.آمین .