د پوهنې وزارت د مالیې او محاسبې رئیس غور ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۲:۱۶
ff

د افغانستان.ا.ا. عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې په بنسټ، د پوهنې وزارت د مالیې او محاسبې رئیس مولوي صدرالدین سعد د هېواد دیني مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، غور ولایت ته په رسمي سفر ولاړ.

دغه راز نوموړي د ولایت مقام له مشرتابه، پوهنې رئیس، د یو شمېر ادارو له مسئولینو او علماوو سره د لیدنې پر مهال، په ولایتونو کې د دیني مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ورپسې پلاوی د یاد ولایت دولینه شهرک، توام، ساغر تیوره او پسابند ولسوالیو ته ولاړ او د يادو ولسواليو له علماوو، ښوونکو او د پوهنې له مسئولينو سره يې د مدارسو لپاره د ليليو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

له بلې خوا علماوو، استادانو او د خلکو استازو د.ا.ا.ا. له عالي مشرتابه او د پوهنې وزارت له پروګرامونو څخه تود هرکلی وکړ او خپل ملاتړ یې اعلان کړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS