د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د اداري کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په اړه سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۵۰
21564

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست، د کابل ښار اړوندو مدارسو او دارالحفاظونو د اداري او اجرائیوي مدیرانو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په اړه دوه ورځنی علمي سیمینار پیل کړ.
د پورته ذکر شوي سیمینار په پرانیستونکې وینا کې، د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرزاق صدیق د دغه سیمینار د اهدافو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د مدارسو د همغږۍ او اداري پروګرامونو د ادغام او یو واحد تعلیمي نصاب په جوړولو یې ټینګار وکړ.
په دغه سیمینار کې به ګډون‌والو ته په تدریس او اداري څانګو کې د علاقې وړ موضوعاتو سربېره کړنلاره، د رخصتیو ډولونه، تقاعد او د نويو ټاکل شويو اشخاصو معرفي کول، د حاضرۍ راپورونو چمتو کول، د مالیې محاسبه او معاشونو سیسټم تشرېح او یو شمېر نور اړین مسایل تدریس شي.
یاد سیمینار په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS