د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د زابل له ولایتي مسئولینو او علماوو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۹:۹
123

د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق د یوې غونډې په ترڅ کې د زابل له ولایتي  چارواکو، د پوهنې ریاست او تعلیمي مراکزو له مسئولینو او علماوو سره وکتل.
یاده غونډه چې د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق، د زابل دپوهنې رئیس مولوي محمدعثمان حریت، ولایتي مسئولینو او علماوو پکې ویناوې وکړې.
یادو ویناوالو د زابل ولایت په تعلیمي بهیر رڼا واچوله او د یاد بهیر د پرمختګ لپاره یې خپل نظریات او وړاندیزونه د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل.
د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو تمویل او ملاتړ ته بشپړه پاملرنه لري. د نوموړي په وینا، یاد وزارت په لومړي قدم کې د زابل ولایت د کلیوالي مدارسو لپاره د استادانو  ۵۴۸ بستونه منظور کړي دي او هم یې د یاد ولایت د مدارسو لپاره ۱۶ لکه افغانۍ نقدي مرسته ځانګړې کړیده، چې د ځانګړې طرزالعمل په اساس به د یاد ولایت ټولو مدارسو ته ووېشل شي. نوموړي زیاته کړه چې د زابل د ولایتي مسئولینو او علماوو وړاندېزونه به د پوهنې وزارت له مقام سره شریکوي او دشته ستونزو د حل لپاره به معقولې لارې چاري لټوي.
د يادونې وړ ده، چې د زابل په مرکز او ولسواليو کې د(۴۰۰) بابه په شاوخوا کې لیلیه مدارس او دارالحفاظونه فعالیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS