د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د جوزجان ولایت اړوندو دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۷
wet

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو څخه د څارنې لپاره، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته ورسېد.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د جوزجان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد په ملتیا، په انقره او ابو عبید جوزجاني جوماتونو کې د پورته ذکر شویو ازموینو له پروسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
دغه راز نوموړي د ازموینې کړنلاره، د ترسره کولو طریقه، نظم، روڼتیا او د ازموینې مناسبې فضا مثبته ارزونه وکړه او د جوزجان د پوهنې ریاست د رهبري او کارکوونکو د اړین چمتووالي او هڅو ستاینه یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دیني او عصري علومو په برخه کې پرمختګ د ټولنې د اصلاح او د ملک ښې رازۍ لپاره بنسټیز رول لوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS